افغانستان او د ستر احمدشاه پنځه ويشت كلن سلطنت
عزيز احمد خوارمل عزيز احمد خوارمل

(توره، ميړانه، سرښنډنه، زړورتوب، استقلال، آزادی، واکداری، امپراطوری او لوی افغانستان)

دا ليکنه د افغانستان د نامتو او پياوړيو ملی شخصيتونو د يادونی په وياړ د (ستر خوشحال بابا، عبدالرحمان بابا، احمدشاه بابا او اميرامان الله خان غازی) او د دوي و دښمنانو ته يې وړاندی کوم، کوم چې يوشمير معلوم الحاله محدود کسان دی چې پدی وروستيو شپو او ورځو کښې د انټرنيټی ويب سايټونو او د پالټاک ((PAL TLAK)) د انټرنيټی پروګرام له طريقه په بيځايه، غير انسانی او په نامعقولو او بی بنسټه ليکنو، تبليغاتو او چرندياتو يې لاس پوری کړيدی، نو ما هم د هغه هيوادنی احساس پر بنسټ مې دغه ليکنه اړين او ضروری وبلل  ترڅو ودی بي مسؤوليته د تاريخ نه ناخبره کسانو ته  يو غاښ ماتونکی ځواب وي.او دغه کرغيړنی څيری هرومرو هير يې نکړی چې ددی ټاټوبی د اصيلو بچيانو په وړاندی ډېر درانه دندی او مسؤوليتونه پراته دی چې يو هم د خپلو مشرانو او د دوي وياړونه چې د افغاني ټولنی و هر باشرفه انسان ته يو ستر او لوی ملی ميراث دی په زړه ورتوپ او ميړانه سره بيا هم هر اصيل بچي يې  په ځان تيريدنی او سرښندونی سره ورنه دفاع او ساتنه کوی نه کم اصل انسان يې ځکه زموږ پخوانی خلکو، مشرانو او نيکونو ويلی دي چې اصل خطا نه لری،کم اصل وفا نه لری،نو ستر خوشحال بابا وايی:

لا تر اوسه يې ماغزه په قرار نه دی  *** چا چې زما سره وهلی سر په سنګ دی

او بيا په بل ځای کې دا هيسی وايی:

ټيټ مې بوله غورځنګ راباندی مه کړه  *** زه په دی آفتاده ګی لوی ګړنګ يم

او همدا رنګه ستر رحمان بابا وايی :

که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړی *** خپل ټوټو او د بل آس به برابر کړی

ډېرو ګرانو لوستوونکو: پيښ ليک يا تاريخ تل د برم او پرتمين ژوندانه پر لوری د انسانی ټولنو د سړو او تودو هڅو او زيار ايستلو زيږدنه پايله ده.

په هره ټولنه کښې انسانی پرګني د ژوندانه په بهير کې د پيښ ليک (تاريخ) د خوځنده ځواک په توګه ځان څرګندوی او خپلی تجربي، پوهه او برياوی له خپلو ټکرونو، تيروتنو او ماتيو سره د همدی پيښ ليک (تاريخ) د لاری و خپلو راتلوونکو نسلونو ته د ډېرو ارزښتمنو کړونو او نښو په ډول يادګار پريږدی چې دغه ستر پاته سوی ميراث په سمه توګه د راتلوونکی ژوندانه په ټاکلو کې ګټه ځينی واخلی، پيښ ليک (تاريخ) د ټولنيز پرمختګ د پرمختللو د بهير هنداره هم ګڼلای سو.

که د ستر افغان ملت د ټولو پتمنو مليتونو د ميړنيو اولسونو د تورو، سرښنډونو او د برياليتوبونو پيښ ليک (تاريخ) ته ځير سو او يوځل بيا د خپلو پلرونو، نيکونو و وياړونو، و مبارزی او و سرښنډونو ته په ژوره توګه پام ور واړه وو او د يو افغان انسان او د خپل هيواد د يو اصلی اوسيدونکی په ډول توجو وکړو نو دا راته څرګنديږی چې زموږ د ګران هيواد غيرتمن، زړه ور او تورزن اولسونه تل د ژوندانه په بيلا بيلو ټولنيز، سياسي، اقتصادی او فرهنګی او د نورو.چارو په ډګرونو کې د سيالانو سره ډير په کلک او متين هوډ سره سيال وو او په ستر دريځ سره ويلی سم چې همداسی سيال به وي او سيال به پاته سي، نو دا په بربڼده او ښکاره توګه سره ويلی سو چې زموږ د ملی پيښ ليک (ملی تاريخ) پر هسک داهيسی ګڼ شمير ځلانده ستوری ځليږی لکه دا پورتنی مشران او ډېر شمير نور يې چې مايې نومان ندی ليکلی د ګران هيواد د پيښ ليک (تاريخ) په زرينو پاڼو کښې ليکل سوی دی هريو يې په خپل وار سره د تورتمونو او د تياريو زړه يې ور څيرلی او د ستر افغان اولس (ټولو وروڼو مليتونو) په ملتيايې د سياسي ژوندانه لاره يې د ورکيدو څخه ژغورلی دی.

خو په دغه لار کې باتور، تورزن، هوډمن، پتمن، غيرتمن او د افغانانو د سترو اولسونو لوی بابا خدای بخښلی ښاغلی احمدشاه ابدالی وو چې زموږ د تاريخی او سرلوړی هيواد د برم او وياړ هغه روښانه او ځلانده لمر دی چې په خپل زرينو وړانګو سره يې د ستر افغان اولس زړونه يې تازه،غښتلی او تاوده کړی، احمدشاه بابا ددی تاريخی ټاټوبی د اصلی اوسيدونکو هغه ستر ملی مشر او بين المللی څيره ده چې دده د شخصيت او مشرتابه دری عمده اصلونه لکه ((پوهه، مينه، او بلهاری)) يې د سياسی ژوندانه ستری ځانګړتياوی وي، ځکه احمدشاه بابا ته خپل سرسپارلی اولس ډېر ګران وو او هغه وخپل اولس ته د معنوی پلار غوندی ښکاريده او د زړه د کومی يې دده درناوی کاوه او همدا اوس هم د هيواد اصيل بچيان، شريف او غيرتمن اوسيدونکی يې په ډېره مينه او درنښت سره درناوی کوی او د هيواد د خلکو ستر بابا د ملی يووالی او د ملی تړون سمبول بولی، ملی اتل يې ګڼی او ستر غازی، نامتو او پياوړی افغان يې پيژنی.د احمدشاه بابا په هکله کورنيو او بهرنيو پيښ ليک ليکوونکی، تاريخ ليکوونکی پوهانو څيړونکو او محقيقنو ډېر شمير کتابونه يې ليکلی دی، چی هر يو يې پرخپل ځای ځانګري ارزښت لری  په همدی ډول د پيښ ليک ليکوونکو (تاريخ ليکوونکو) له خولی او د پاته سوی قلمی اثارو پر بنسټ باندی د هندوستان  پياوړی تاريخ ليکوونکی داکتر ګنداسنګ داهيسی ليکلی او ويلی يې دی ((د ډېرو زيار ګاللو په نتيجه کښې د احمدشاه ابدالی تاريخ دومره د تاريخ د مينه والو پام ور اړولی چې د حقيقت په پلوشو کې د احمدشاه د شخصيت ټول بعدونه، افغانيت، پتمنی، زړه ورتيا، توره، علم، عدالت او، . . ..نور په سمه توګه ليدلای سی))، ميرغلام محمد غبار په خپل کتاب «افغانستان در مسير تاريخ» کې دا هيسی ليکلی دی: ((احمدشاه زړه ور، مهربانه سړی او د ستری عاطفی خاوند وو پر خوارو، بی واکو، او کمزورو خلکو باندی يې زړه سوي کاوه سرغړونکی يې بخښل او د ځواکمنو ظالمانو کلک او بی ډاره دښمن وو.پر مذهبی او دينی مسايلو پلويتوب سربيره يې د ملی مسايلو پلويتوب يې د کړنو په سرليک کې قرار درلود سره ددی چې په ملت کې و خلکو ته ډېر ورنيږدی وو او لکه د پلار په شان د دوی سره خواخوږی وو، خو و بهيرنيو دښمنانو او ظالمانو ته جګړه کوونکی او پر غزګر ځواک ښکاريدی، احمدشاه ميړه او حقوق پوه سړی وو، د هيچا د ښيګڼي غبرګون يې نه هيراوه، ډار، لويې او وږه سترګې يې نه کوله، د احمدشاه تګ لاره ټينګه، هوډمنه او نه ماتيدونکی وه، د ژوندانه په بيلابيلو پړاونو کې يې ټيټوالی،لوړوالی، بند، خپلواکی، کشرتوب او مشرتوب يې وليدل، د ستر افغان ملت پيښليک پوهانو (تاريخ پوهانو) احمدشاه ستايلی دی او د دی ټاټوبی اصيل بچيان (ټول افغانان) احمد شاه د اوليا الله د ډلی ګڼلی او د دغه پاچا د ښو اخلاقو ښکارندويي کوی او دده د ستر ومانيزو او وياړونو څخه شميرل کيږی)) ((مولف او ويونکی غلام محمد غبار))

احمدشاه بابا زموږ په تاريخ کې د اوسنی افغانستان بنسټ ايښودونکی او د افغانستان د خلکو د برم، پرتم او د يو ګډ هيواد او د يو اولسواک دولت  جوړوونکی په توګه و هر با شرفه، با عزته، با وقهاره او با ناموسه افغان ته لوړ مقام لری٠ هغه د زمان خان زوي دی چې په ابداليانو پورې تړلی دی مور يې بی بی زرغونه نوميده د هغه پلار د ده د زيږيدو د کال، مخکې د ده نه چې دی وزيږيدی مړ شو.

يو شمير تاريخ ليکوونکو او ليکوالو د پښتنو د نسب او شجري پوهني په اړه ليکی، او د احمدشاه بابا د نسب او شجري په هکله وايی: هغه د زمان زوي، د دولت زوي د سرمست زوي، د شيرخان زوي، د خواجه خضر زوي، د سدوزوي، د عمرو زوي، د معروف زوي، د بهول زوي، د کاڼي زوي، د بامي زوي، د حبيب زوي، د پويب زوي، د زيرک زوي، د عيسی زوي، د ابدال زوي، د ترين زوي، د ښرخبون زوي، د سړبن زوي، د قيس عبدالرشید زوي دی، چې دا وروستي «قیس عبدالرشيد»، د حضرت محمد(ص) هم مهالی بولي چې په حجاز کې يې د اسلام دین ومانه او دا اوسنی میليونونه پښتانه يې له کهوله دي او په همدی ډول قیس عبدالرشيد، پلار پر پلار شميری او پر شپږديرشم (۳۶) پلار هغه ملک ساول ته رسوي او په دی هکله د «خورشید جهان» تاريخ د شيرمحمدخان ګندا پوری ليکنه «۱۸۹۴»م کال د لاهور چاپ کتلی شی

احمد په (١٧٢٢ ميلادی) کال په هرات کې وزيږيده٠ خو کله چې د احمد د پلار سيال محمدخان د هرات د حکمران په توګه مقرر شو مور يې دې ته اړ شوه چې فراه ته کډه وکړی او روسته قندهار ته کډه سوه او هلته د شاه حسين هوتکی له خوا بنديان سول٠ کله چې په (١٧٣٨) کال کی نادر افشار قندهار ونيو دا کورنۍ يې مازندران ته تبعيد کړ، ذوالفقار د احمد مشر ورور يې مسموم او وواژه٠ پدې وخت کې چې احمد خان شل کلن وه نادر افشار هغه پخپل لښکر کې د افسر په توګه مقرر کړ او کله يې چې د هغه نظامی لياقت او پوهه يې  وليد هغه ته يې د افغان ابداليو او ازبکو جنګياليو قوماندانی ورکړ٠ کله چې نادر افشار د هغه د ګارد د قوماندان له خوا و وژل شو او په لښکر کې يې ګډوډی راغله نورمحمد خان او احمدخان د افغان جنګياليو په مرسته يې چاته اجازه ورنکړ چې د نادر پر حرم او پرکورنۍ باندی تيری و شی چې ددې غوره کار له امله احمدخان په خپلو خلکو کې ډېر د اتوريتی او د کريډت خاوند وګرځيدی٠ او پدې وخت کې نورمحمد خان چې د (مير افغان په نامه مشهور وه) د احمدخان سره يو ځای د خپلو عسکرو سره ګډ د قندهار په لور و خوځيدل او هلته يې د ابداليو، ازبکو، تاجکو، بلوڅو، غلجيو او هزاره ګانو د مشرانو او خانانو په ګډون د (شيرسرخ په مزار) کې جرګه جوړه کړه تر څو يو داسې مشر وټاکی چې هيواد د پرديو د اسارت او ملوک الطوايفۍ نه خلاص کړی او دي خپلواک هيواد بنسټ کښيږدی جرګې نه ورځې دوام وکړ خو پدې و نه توانيده چې څوک وټاکی ځکه هر خان او هر مشر غوښتل چې هغه ددې هيواد د لارښود ځای ونيسی يوازی په جرګه کې ځوان احمد خان څه نه ويل او د پادشاهۍ خوبونه يې نه ليدل، بالاخره جرګه په دې سلا شو چې يو روحانی او صوفی چې د قندهار په هيڅ کوم  قوم او ټبر پورې يې اړه يې نه درلود او هلته ديره وو، جرګی و دی سړی ته يې دا صلاحيت ورکړی چې هر څوک هغه تائيد کړی او و يې ټاکی ټول به هغه د هيواد د مشر په صفت منی او بيعت به ورکوی صابر شاه کابلی د غنمو يو وږی د ځوان احمد خان پر خولۍ يې وټومبل او په دې توګه د جرګی ټولو  ګډون کوونکی ځوان احمدخان يې د خپل د مشر په توګه وټاکل٠

احمد خان چې د هيواد د مشرتابه مسئووليت يې تر لاسه کړ د ميرويس هوتکی د هغې طرحې د پلې کولو په خاطر يې مټې را ونغښتې کوم چې د يوخپلواک او غښتلی هيواد زيری يې ورکاوه چې دا کار يې د څلورو کالو په موده کښې يې په بری سره ترسره کړ او هيواد يې د خپلو طبيعی پولو خاوند کړ٠ هغه نه يوازې تر لاسه تللې خاوره يې بيرته تر لاسه کړ بلکی هندوستان او ايران ته يې هم د واک ساحه پراخه کړل٠ ابدالی احمد خان لس پوځی سفرونه کړی چې هيڅکله هم د جګړې د ډګر څخه ندی تښتيدلی چې ډير مشهوره جګړه يې د پاني پټ جګړه ده٠ هغه نه يوازې يو مبارز، وتلی قوماندان، د دولت مشر وو بلکی يو شاعر او اديب هم وو د ده د اشعارو ديوان په (١٣١٩) لمريز هجری کال کې د مرحوم عبدالحی حبيبی له خوا چاپ سو چې دوه زره (٢٥٠٠) بيتونه لری چی شعرونه يې تصوفی، حماسی، عشقی او اخلاقی دی او اکثرا يې غزل، رباعی، قطعه، مخمس او مربع  ويلی  دی٠ د ده د وخت دولتی نشان (دوه څوکې توره، د غنمو وږی، ستوری) وو د احمد شاه ابدالی په مهر کې چې طاووسی شکل يې درلود دا هيسی يوه جمله ليکل سوی وو ((الحکم اله يا فتاح احمد شاه دران)). احمد شاه په سياست کې د اسلامی ورورګلوۍ، نرمۍ او دوستۍ)) تګ لاره لرله د همدې زرينو اصولو پر بنسټ يې هيڅکله پخپل مسلمان ورور توره نه ايستله، که کوم والی يا حکمران بغاوت کاوه د هغې د ټکهولو وروسته يې بيا هم هغه عفوه کاوه او په پخوانۍ دنده يې مقررراوه، د هند د مسلمانانو په غوښتنه يې پر هندوستان يې يرغل وکړ تر څو هغوی د نورو د ظلم او نارواوو څخه وژغوری او هغوی وکولای سی هلته بيا د بابرو واکمنی ټينګه کړی چې له بده مرغه هغوی دا کار تر سره نشوای کړای٠ هغه کوم کار چې د سولې له لارې کيده د زور کارولو ته يې لاس نه اچولو٠

احمد شاه بابا د يوه سپيڅلی مسلمان او رښتينی افغان په څير د دې هيواد اوسيدونکی خپل وروڼه ګڼل او په دولتی چارو کې يې هغوی ته د هغوی د لياقت او وفادارۍ پر بنسټ برابره ونډه ورکوله، د خلکو سره يې ښه چلند درلود او هيڅکله يې تاج  نه پر سر کول د دې خصوصيتونو له کبله خلکو هغه ته پلار او غازی ويل او وروسته له مرګه يې د بابا لقب ورکړ٠ احمدشاه بابا په افغانستان کې اداری، لښکری، مالی او مدنی جوړښتونه منځته راوړل، وزيران يې وټاکل، منظم پوځ يې جوړ کړ چې د يو لکو په شاه او خواکې چی پلی، سواره او توپچی ټولګی يې درلودل٠ هغه داسې پاچا وو چې د هيواد په جنوبی سيمو کې بيله دې چې څوک مقاومت وکړی هغه يې د مشر په توګه ومانه او د خيبر د درې څخه بيله کومې ستونزې تير شو چې دا يوه بي ساری پيښه په تاريخ کې ثبت شويدی٠ هغه د قندهار د ښار، تاشقرغان حيدر آباد او د کابل د پخوانی ديوال بيا جوړونه پيل کړ د باروتو، وسلو او مسکوکاتو صنعت يې په پښو ودراوه٠

اخمدشاه بابا د١٧٧٢ کال د جون په مياشت کې د پنځوسو کلنو په عمر د قندهار په ښار کې مړ سو او د قندهار په ښار کې خاورو ته وسپارل سو احمدشاه بابا د اتو «۸» زامنو پلار وو او د زامنو نومان يې په لاندی ډول وو (سليمان، تيمور، شهاب، سنجر، يزدان بخش، سکندر، داراب، پرويز) احمدشاه خپل دوهم زوی تيمور يې چې هغه يې د سليمان په پرتله غوره او هوشيار ګاڼه ددود او دستور خلاف د وليعهد په توګه نومولی وه چې د ده وروسته پاچا شو د احمدشاه بابا د پاچاهۍ، واک او قدرت چينه پخپله د افغانستان خاوره او د افغانستان خلک وو ځکه نو که د پانی پټ د فتحې او د ډهلی له نيولو سره يې د خپلی پاچاهۍ او قدرت مرکز پری ايشی وای، خپل انسانی، فکری او اداری قواوې يې د هند په ارت هيواد کې ځای پر ځای کړې وای ممکنه وه چې د ده هيواد افغانستان د پاچاهۍ د مرکزيت له نعمته بې برخې پاتې سوی وای او د ده کهول به هم د هغو نورو هندی شويو افغانی کهولونو په برخليک اخته سوی وای چې بيخې له منځه تللی دی٠ د ده دا درايت، مينه او ميړانه وو چې خپل هيواديې د ادارې سياسی مرکز وګرځاوه او نن دی ددې هيواد د اوسيدونکو په زړونو کې ځای لری او د تل لپاره به د ده نوم په وياړ سره اخلی او درناوی به يې کوی .

يو شمير مطالب اخيستل سويدی:

- د غلام محمد غبار «افغانستان در مسير تاريخ»

- احمد شاهی تاريخ

 


June 16th, 2008


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات